وزیرداخله د پي ټي آیی چیرمین عمران خان ته خبردارۍ ورکړې دې

0
155

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله پي ټي آئي ته خبردارے ورکړے دے چې که چرې په لانګ مارچ کښې د ګډوډۍ جوړولو لپاره منصوبه وشوه نو دوی ته به د کور نه د وتلو اجازت نه ورکول کيږي۔
لاهور کښې ميډيا سره خبرو کښې رانا ثناء الله اوويل چې ټول مذهبي ټولنه د مسجد نبوي د پيښې په ضد احتجاج کوي۔
وزیرداخله اوویل چې په دې پېښه کې ښکېل کسان پېژندل شوي او پر وړاندې به يې قانوني چلند وشي.
رانا ثناء الله وويل شهزاد اکبر د اسلام اباد پوليس افسر سره رابطه کړې او هغه ته يې د خپل پلان نه خبر ورکړی چې زما په ضد مقدمه درج کړي.
هغه اوویل چې کله پولیس افسر انکار وکړو نو هغه د اے این ایف لخوا زما په ضد د جعلي کیس جوړولو پلان جوړ کړو. هغه اوویل چې که ما دومره قتلونه کړي وي نو بیا یې ولې زما په ضد د هیروینو جعلي مقدمه جوړه کړه؟
نوموړي عمران خان ته خبرداری ورکړ، چې له خپلو کړنو دې ډډه وکړي، که د سیاسي مشرانو پر ضد خپلو فعالانو ته هڅولو ته دوام ورکړي، نو له غبرګونه به نشې تښتېدلی.

Leave a reply