ترکیه وایي چې، افغانستان سره به بشري مرستو ته دوام ورکوي 

0
216

 ترکیه وایي چې، افغانستان سره به بشري مرستو ته دوام ورکوي 

نوموړي وويل، د ترکيې هېواد دا مرستې به پر مستحقینو ووېشل شي. هغه د ترکيې له مرستو مننه وکړه، وویل چې دغه هېواد له افغانستان سره د پوهنې، روغتیا او په نورو مختلفو برخو کې مرستې کړې چې د قدرونې وړ دي.

 

(2022 / 5 / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 ترکیې د افغانستان د روزنتونونو له ماشومانو سره د زر ټنه خوراکي توکو او ۷۰۰ غالیو مرسته وکړه.

د روزنتونو عمومي رییس الحاج فیض الاحمد کاکړ په تهیه مسکن روزنتون کې د دغو توکو د سپارلو په مراسمو کې وویل، په افغانستان ۶۷ روزنتونونه شته چې له ډلې یې ۳۵ دولتي او پاتې نور یې نادولتي دي.

نوموړي وويل، د ترکيې هېواد دا مرستې به پر مستحقینو ووېشل شي. هغه د ترکيې له مرستو مننه وکړه، وویل چې دغه هېواد له افغانستان سره د پوهنې، روغتیا او په نورو مختلفو برخو کې مرستې کړې چې د قدرونې وړ دي.

په همدې حال کې په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای د یادو توکو د سپارلو پر مهال وویل، هېواد په افغانستان کې له نوي بدلون وروسته تر اوسه د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خلکو سره بشري مرستې کړي او په راتلونکي کې به هم دوام ورکړي.

Leave a reply