وزیرخزانه مفتاح عمران خان ته چیلنج ورکړې دې

0
83

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وزير مفتاح اسماعيل د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشر عمران خان ته د راتلونکو دپرلتونو په اړه چيلنج ور کړی دی.

ميډيا سره خبرو کښې مفتاح اسماعيل عمران خان ته چيلنج ورکړو چې د مئي نه تر جون مياشت کښې به عمران خان څو ورځې په ګرمۍ کښې ناست وي۔

د ماليې وزير مفتاح اسماعيل وايي چې پخوا به ډېر خلق عمران خان سره وو خو دا ځل د پي ټي آیی پلويانو هم هغه د عمران خان ملاتړ کوونکي منع کړي دي چې عمران خان سره په پرلتونو کې برخه وا نه خلي.
مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال مفتاح اسماعيل دعوه وکړه چې نن پاکستان کې دکال 2019 وروستو تر ټولو ارزانه بوره ترلاسه کيږي، بوره د 70 څخه تر 75 روپو کلو پورې رسیدلې.

د خزانې وزير په تېر حکومت نيوکه وکړه او زياته يې کړه چې ستاسو له امله د ډيزلو په بيه ٧٠ روپۍ تاوان کېږي.

وزیرخزانه اوویل چې د پي ټي آئي د آئي ايم ايف سره د وعدو مطابق بايد نن ډيزل 150 روپئ زيات ګران خرڅیدې.

Leave a reply