پنجاب صوبه په زور یرعمل شوې ده،ماله دې یو صوبیدار راکړي نو حمزه شهباز به ګرفتار کړم: د پنجاب ګورنر

0
196

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه په یو بیان کې وئيلي دي که چرې ماته يو صوبيدار او څلور ځوانان راکړي نو زه به د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز ګرفتار کړم او جيل ته به يې ولیږم.

په یوه بیان کې د پنجاب ګورنر عمر سرفراز چیمه ویلي، پنجاب چې د اساسي او قانوني کړکېچ قرباني دی، د زور له لارې یرغمل شوی دی.

عمر سرفراز چیمه وویل د لویو سیاسي ګوندونو خاموشي د تشویش وړ ده، که د حمزه شهباز د وزیر اعلی کیدو فارموله قبول وي نو پاتې نورې صوبې دې هم ځان ته پام وکړي، هغه اوویل چې په دې صورت کې به نواب علوي د سندهه راتلونکی اعلی وزیر وي.
هغه وويل چې ما تل د خپلې سياسي مبارزې په ترڅ کې د بې طرفه امپائر غوښتنه کړې ده.هغه اوویل او زیاته ی کړه چې په حقيقت کې يو بې طرفه امپائر د دواړو ټيمونو لپاره يو شان اصول لري.

Leave a reply