د پیښور څخه وادي تیراه ته تلونکي سیلګري غلو لوټ کړي

0
217

باغی ټي وي رپورټ
نامعلومو وسله والو د تیراه میدان د شلوبر پلنه پخه پولیس سټیشن باړه تحصیل کې په سوزوکي پک اپ کې سپاره 11 سیلانیانو څخه نغدې پیسې او ګرځنده تلیفونونه، د موټرو فایلونه او نور اړین اسناد په زور اخستې او تښتیدلي دي .
سيلانيان له پيښور څخه تيراه ته روان وو، ځایی خلق او وادي تیراه ته تلونکي سیلانیان غوښتنه کوي چې ځایی پولیس دې د سیلانیانو امنیت ټینګ کړي .
د یادونې ده چې ورځې وړاندې هم په باړه تحصیل کې د سرکاري سکولونو ښځینه ښوونکو څخه هم نامعلومه وسلی والو موبایلونه په زور اخستې وو، دې ښځینه ښوونکو هم غوښتنه کړې وه چې په باړه کښې دې د سرکاري سکولونو ښځینه ښوونکو امنیت ټینګ کړې شي.
په يوه بله پېښه کې غلو د حاجي کل جماعت شلوبر ډونګه سيمه کې له دوو کسانو څخه ١٧ زره روپۍ په زور اخستې دي.

Leave a reply