د شیخ رشید وراره زندان ته ولیږل شول

0
206

باغی ټي وي رپورټ
جوډيشل مجسټرېټ د پخواني داخله وزیر شيخ رشيد وراره شېخ راشد شفيق په جوډيشل ريمانډ جيل ته لیږلې دې.

د جسماني ريمانډ ختميدو نه پس پوليس شيخ رشيد شفيق د اٹک د ډيوټي جج عدالت ته وړاندي کړو چرته چې عدالت په پوليس سخت غصه څرګنده کړه۔

عدالت د پوليسو نه پوښتنه وکړه چې د شيخ رشيد شفيق موبائيل ولې نه دې ترلاسه شوې؟ پوليس دريځ خپل کړى چې دشيخ رشيد وراره شیخ شفيق موبائيل په سعودي عرب کې پاتې شوى دى.
د یادونې ده چې د پخواني وزیرداخله شیخ رشید وراره په مسجد نبوي صلی الله علیه واله وسلم کې د شهباز شریف او د هغه د کابینې د غړیو د سپکاوي څخه پس په دې پیښه په یو ویډیو کې د خوښې څرګندونه کړې وه او چې شیخ شفیق پاکستان ته راستون شو نه هغه په ایر پورټ ونیول شول.
عدالت پولیسو ته امر کړی چې د موبائیل IMEI نمبر دې ټریس کړي او موبایل دې عدالت کښې وړاندې کړي.د اوريدنې په مهال پوليسو د شيخ راشد شفيق د نور ريمانډ غوښتنه وكړه كومه چې عدالت رد كړه او ورته ئې ووئيل چې اول دې موبائيل فون عدالت کې وړاندې كړې شي.

Leave a reply