د پنجاب چوهدري ورونړو ددوي په اړه خبرونه رد کړي دي

0
173

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ق) مشرانو چوهدري شجاعت حسين او چوهدري پرويز الهي ددوی د کورنيو ترمینځ د اختلافاتو راپورونه رد کړي دي.
په ګجرات کې یوې غونډې ته په وینا کې چوهدري شجاعت حسین وویل چې زموږ په کورنۍ کې د اختلافاتو اوازې خپریږي چې دا بنیاده دي.
هغه وويل چې هغه څوک چې زمونږ په کورنۍ کې د سياسي ګډوډۍ هڅه کوي نو هغوی به ناکام شي او هغه څوک چې زمونږ په کورنۍ کې د اختلافاتو خبرې کوي هغوی به ناکامه شي . نوموړي اوویل چې هغه څوک چې زمونږ د کورنۍ ترمینځ د ګمراه کولو او د چغلۍ خبرې کوي نو هغوی به په خپله زیان ومومي. چوهدري شجاعت وويل چې سياستوال بايد خپل اختلافات هېر کړي او د عامو خلکو ستونزو هوارلو او دوی ته سهولتونو ورکولو ته لومړيتوب ورکړي.
هغه زیاته کړه، د ناوړه ګفتو او کنځلو کلچر باید له منځه یوړل شي، هغه اوویل چې په ملک کې ګرانی مخ پر زیاتېدو ده او د نرخونو د لوړېدو لاملونه او په دې ناوړه کار کې ککړ خلق باید په ګوته شي.

Leave a reply