امریکا سره ښې اړیکې او دوستې غواړو: شهباز ګل

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف چيرمين عمران خان پوليټيکل سيکرټري شهباز ګل وئيلي دي چي امريکه سپر پاور دې او دوي ورسره دوستي غواړي۔
په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وينا کې شهباز ګل وويل مونږ دپاکستان په اړه نوې نظريه جوړه کړې ده، هغه اوویل چې دا نظریه دجيو سټراټيجي نه ده بلکې اقتصادي تګلاره ده.
شهباز ګل اوویل چې د دې نظریې موخه د دفاع راوتل او د پاکستان د اقتصاد ښه کول وو. هغه وويل، چې يو هېواد په زرګونو ميل زمونږ څخه لرې فاصله لري نو مونږ هغه سره څه دښمني لرو، هغه اوویل چې مونږ باید د هیچا پراکسی جهګړې برخه نه شو.
شهباز ګل وويل امريکا يو زبرځواک دى،دوى ورسره ملګرتيا غواړي، دزبرځواک په ګونډو کولو سره به يې ترلاسه کوي، دوى دکتاتورۍ نه غواړي، بلکې له امريکا سره د ورندار او خور په شان دوستي غواړي.






