وزیراعظم شهباز شریف د فوځ سرلښکر او نورو مهمو شخصیتونو ته د اختر مبارکي ورکړې

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د اولس مشر عارف علوي او د وسله والو ځواكونو سرلښكرانو پشمول ټولو اتحادي ګوندونو مشرانو ته ټيليفون وكړو او هغوي ته ئې د اختر مباركي وركړه۔
وزيراعظم شهباز شريف صدر عارف علوي، چيئرمېن جوائنټ چيفس جنرل نديم رضا، آرمي چيف جنرل قمر جاويد باجوه، ايئر چيف ظهير احمد بابر او د بحري چيف ايډمرل امجد نيازي سره په ټيلي فون خبرې کړي او هغوي ته ی د اختر مبارکي ورکړې ده۔
شهباز شريف د آزاد كشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس ته هم ټيليفون وكړو او هغه ته ئې د اختر مباركي وركړه. وزیراعظم د هندي فوځ له لوري په مقبوضه كشمير کښې د اختر د لمانځه په غونډو د بنديز لګولو غندنه هم کړې ده.
لومړي وزیر کشمیریانو ته د رایې ورکولو حق ترلاسه کولو پورې د سیاسي، اخلاقي او سفارتي ملاتړ ژمنه وکړه.وزيراعظم شهباز شريف د اختر په موقع د سندهه، خېبرپښتونخوا او ګلګت بلتستان اعلی وزيرانو په شمول د بلوچستان قائم مقام ګورنرانو ته هم ټيليفون کړي او هغوي ته د اختر مبارکي ورکړې ده۔






