اسلامو فوبیا او کرکې نړۍ کې ستونزې زیاتې کړي: منیر اکرم

0
142

باغي ټي وي رپورټ

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دايمي استازې منيره کرم وايي، د وسلو سيالۍ، اسلام فوبيا او کرکې وينا نړۍ ستونزې زياتې کړي دي.

منير اکرم د چين او پرمختيايي هېوادونو په ګډون د ۷۷ ډلې د مالوماتي کميټې د غونډې په څنډه کې په خپره شوې اعلاميه کې وويل، د کرونا ناروغۍ او د اقليمي بدلون په څېر مسايلو ننګونې لاپسې زياتې کړې دي، چې زياتره هېوادونه د خوړو، انرژۍ او د اکمالاتو لړۍ په څېر له جدي ننګونو سره مخ دي.
هغه وويل، د پرمختللې نړۍ ترمنځ ډيجيټلي واټن په پراخېدو دی، په دې صورت کې د مخابراتو نړيوال سکټور په نسبي توګه ښه فعاليت کړی او د پراخې نړيوالې مرستې لپاره د اطلاعاتو او خپرونو کمېټې رول مهم دی.

منير اکرم وويل، د نړۍ د سولې او ثبات پيغامونه بايد په روښانه او اغېزمن ډول باندې واوریدل شي.

Leave a reply