د عمران خان سیاست د فرح ګوګي دفاع کول دي: احسن اقبال

باغی ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د عمران نيازي د سياست کچه د فرح ګوګي دفاع ته پاتې شوې ده.
خپل يو بيان كښې احسن اقبال ووئيل عمران نيازي د خپل سياست بچ كولو لپاره ټول ولس د امريكې غلام ثابتوي چې د یو بې بنیاده کار دې.
هغه اوویل چې پاکستان په غلامۍ کې نه دی بلکې عمران خان په خپل ذهني کمزورې کې بوخت دې.
هغه له عمران نیازي وپوښتل چې ووایه، ایا امریکا په کال ۲۰۱۸ کال کې هغه په درغلۍ سره واک ته ورسول؟
هغه اوویل چې د عمران خان حکومت په جمهوري لاره لرې کړې شوي او هغه د څوکۍ څخه لرې کړې شول.






