شهباز ګل د امریکا څخه راستون شوې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر شهباز ګل له امریکا څخه پاکستان ته بیا راستون شوې دې.
شهباز ګل امريکا ته له څلور ورځني شخصي سفر وروسته هېواد ته راستون شوى او الوتکه يې د اسلام اباد پر هوايي ډګر ښکته شوې او له هغه وروسته خپل استوګنځي ته روان شوى دى.
د يادونې وړ ده چې شهباز ګل د مسجد نبوي له پېښې وروسته په فېصل اباد کې د مذهب د سپکاوي په مقدمه کې نامزد شوی وواو د اسلام اباد هائي کورټ نه يې ضمانت ترلاسه کړی دی.
د اسلام اباد هائي کورټ د اپرېل په ۳۰ مه د شهباز ګل د درخواست په اورېدو سره د قانون نافذونکو ادارو ته د هغه د نیولو څخه منع کړی وو.