ضلع خیبر کښې پولیسو د جوارګرو په ضد عملیات کړي دي
باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر پولیسو په ملاګوري سیمه کښې د جوارګرو پر ضد عملیات کړي، پولیسو د په جوارۍ کې د کارولو پیسې او نور تجهیزات یې هم برامد کړي او ضبط کړي، لس 10 هغه کسان چې دا غیر اسلامي کار ی کول ، د پولیس له لوري نیول شوي دي.
د ملاګوري پولیس سټیشن ایس ایچ او سید رسول وویل چې په ټولنیزو جرمونو کې د ککړو عناصرو په ضد به قانوني کاروایی دوام ولري او هیچا ته به هم اجاه ور نه کړي چې په سیمه کې غیرقانوني کارونه و کړي.
د ملاګوري پولیس له لوري یو بیان کې ویل شوی چې دوی ته اطلاع ترلاسه شوه چي د پنډي للمه اډه کښي يو شمير کسان په جوارۍ بوخت .
پولیس سمدستي دې سیمې ته ورسیدل او په موقع ی لس تورن کسان ونیول چې جواري ی کوله.