د پاکستان روان سیاسي کړکیچ، پخواني داخله وزیر شیخ رشید د اندیښنې څرګندونه کړې ده

0
93

باغی ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید احمد ویره څرګنده کړې چې لانګ مارچ به خونړی شي او امکان لري چې په هیواد کې حالات نور هم خراب شي.
په راولپنډۍ کې ميډيا سره خبرو کې شيخ رشيد وويل دغه خلق غواړي چې حالات بل لوري ته بوځي خو دعا کوي چې هيواد کې امن راشي.
ده ووئيل چې په لانګ مارچ كښې د عمران خان سره وو، ځنې خلقو غوښتل چې په لانګ مارچ كښې ځانونو ته اور واچوي، لانګ مارچ خونړۍ كېدې شي او د هېواد حالات خراب شي۔
شیخ رشید اوویل چې په هیواد کې په کلیو او کوڅو کې جنګ جهګړې پیل شوي دي چې ددې ذمه وار رانا ثناالله دې.
د کورنیو چارو پخواني وزیر ویلي، اولس نه غواړي چې د هغه خلقو مخونه اوګوري کوم چې نن واک ته راوستل شوي دي. هغه اوویل چې په هېواد کې حالات خراب دي، مسله دې د مې تر ۳۱مې هواره شي، د ټاکنو نېټه دې په ۹۰ ورځو کې وټاکل شي.د یوې پوښتنې په ځواب کې شیخ رشید وویل چې د پاکستان د پوځ ترڅنګ ولاړ دی. ده ووئيل جيل زمونږ خسر دے، مرګ زمونږ ملګرې دې او هتکړې زمونږ زينت دے، شیخ اوویل او زیاته ی کړه چې د نواز شريف مخ ليدل هم نه غواړي.

Leave a reply