د سازشونو د منلو بیانونه نن سبا د امریکا څخه هم راځي: پرویز الهي

0
75

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پروېز الهي ويلي دي چې په ضمانتونو جوړ شوی حکومت پښې او قومت نه لري او ډیر زر به دا حکومت پای ته ورسي.
په يو بيان کې پرويز الهی وويل چې دوي به هغه ځاي ته ځي چې له کومه راغلي دي.

د پنجاب اسمبلۍ سپیکر وویل د منحرف غړو په زور جوړ شوی حکومت هر وخت سقوط کولی شي، ده هیله څرګنده کړه چې اليکشن کمېشن به هغه ضمیر فروشانو نااهله کوي.
پرويز الاهي وويل دبهرنيو سازشونو اؤ لاسوهنو څخه جوړ شوې حکومت هيڅ راتلونکې نۀ لري.
هغه اوویل او زیاته ی کړه چې نن سبا دبهرنيو سازشونو او د لاس وهنې د اعتراف بیانونه د امریکا څخه هم راځي.

Leave a reply