د پاکستان چیف جسټس ښه سړې دې: عمران خان

0
99

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې منتخب حکومت د سازش په ذريعه ړنګ کړل شو، چيف جسټس تر ټولو ښه سړی دی، د هغه په مشرۍ کې دې يو کميشن جوړ شي.
پخواني وزیراعظم اوویل چې زمونږ يواځينۍ غوښتنه دا ده چې ټولټاکنې دې د چيف اليکشن کمشنر تر څارنې لاندې وشي.

يو شخصي ټي وي چينل ته په يوه مرکه کې عمران خان وويل چې نه دامريکا مخالف دى، نه دکوم هيواد په ضد دى، امريکا دخپلو ګټو لپاره حکومتونه بدلوي، هغه اوویل او زیاته ی کړه چې امریکا زمونږ د ګټو لپاره نه بلکه د خپلو شخصي ګټون لپاره حکومتونو بدلوي.
عمران خان غوښتنه وکړه چې چیف جسټس تر ټولو ښه سړی دی، د هغه په مشرۍ دې یو کمېشن جوړ کړې شي.
هغه اوویل چې منتخب وزیراعظم د سازش لاندې له دندې لرې کړی شوی. هغه اوویل چې ټولې ادارې دې وګوری، دا د هېواد لپاره لویه ضربه ده، خان زیاته کړه چې که داسې ونه شی نو په ملک کښې به جمهوریت ته ډیر زیات زیان ورسي.
د پي ټي ائي چئیرمین وویل چې دا یو مهم وخت دی، مونږ باید په ازاد هیواد کې ژوند وکړو او یا د غلامۍ ژوند، خان اوویل او زیاته ی کړه چې زما سره ثبوت شته چې څوک امریکې سفارتخانې ته تللي وو، خان اوویل چې حسین حقاني په لندن کې له نواز شریف سره لیدلي وو او هلته ی سازش جوړ کړې وو .

Leave a reply