مونږ به یو ځل بیا پاکستان یو لوی هیواد جوړ کړو: وزیراعظم شهباز شریف

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې هېواد له سختو اقتصادي خطرونو او ستونزو سره مخ دی.
د اختر له لمانځه وروسته غونډې ته په خپله وینا کې وزیراعظم وویل، حکومت د هېواد له اقتصادي مشکلاتو خبر دی او په دې مشکلاتو قابو کول د حکومت او د شریکانو ګډه ذمه واري ده.
شهبازشريف وئيلي دي ډير زر به د پاکستان تکړه او محنتي قوم ته وینا وکړي.
هغه اوویل چې په تيرو څلور نيمو کالو کې مونږ د انتقام سره مخ شوي او د ملک معيشت تباه شوی دی. مونږ به یو ځل بیا پاکستان یو لوی هیواد جوړ کړو.
په دې موقع د پنجاب وزيراعلي حمزه شهباز وويل عمران نيازي په حکومت کښې له دروغو پرته بل څه نه دي کړي، هغه زیاته کړه چې په ملک کې د روانې ګرانۍ د خلقو ژوند خراب کړى او ډیر بد متاثره کړې دى.
حمزه شهباز اوویل چې نا اهله حکومت لاهور د کثافاتو په ډنډ بدل کړے دے، هغه زیاته کړه چې مونږ به يو ځل بيا لاهور د شهباز شريف د هغه وخت واک په شان د لاهور ښار جوړ کړو، هغه دا هم اوویل چې د غریبانو او بې وزله خلقو سره د مرستو لپاره به دوی په لاهور کښې کمیټې جوړې کړي چې غریبانانو سره مرستې وشي او ددوی ژوند آسان شي.





