د صحافت نړیواله ورځ ، پاکستان خبریالانو ته خوندیتوب ورکولو او د راې په آزاد کې په ۱۵۷ نمبر دې

باغی ټي وي رپورټ
د خبريالانو د نړيوال سازمان د راپور له مخې، د خبريالانو د خونديتوب په برخه کې د نړۍ په ١٨٠ هېوادونو کې پاکستان په روان کال کې له ١٢ درجو ښکته شوى دې.
په دې رپورټ کې لیکل شوي دي چې وس پاکستان په ۱۵۷ م نمبر دې ، په رپورټ کې وایی چې تېر کال پاکستان په ۱۴۵ م نمبر وو.
د سي پي این ای صدر کاظم خان د مطبوعاتو د ازادۍ ورځې په مناسبت خپل یو بیان کې ویلي دي چې د اداریه پالیسي څخه اختلاف کول ستاسو حق دی خو په زور هیڅ کومه اداره نشي کولې په خبریالانو او په میډیا ادارو خپل امر مسلط کړي.
د کراچۍ پریس کلب صدر فضل جمیلي په یو بیان کې ویلي دي چې د بیان ازادي په حقیقت کې د انکار ازادي ده.هغه وایی چې غواړي شخصي ګټې یو اړخ ته کړي او د بیان آزادۍ لپاره خپلې هڅې وکړي او د بیان آزادۍ په بشپړه توګه خوندیتوب وکړي. د یادونې ده چې پ ۳ دریم میی په ټوله نړۍ کې د صحافت د آزادۍ ورځ په توګه نمانځل کیږي.
د يادونې وړ ده، چې ملګري ملتونه هر کال د مې په درېيمه نېټه د مطبوعاتو د ازادۍ ورځ لمانځي، چې موخه يې د ژورنالېزم د بنسټيزو اصولو پر اوسني حالت د باور څرګندونه او په نړۍ کې د ژورنالېزم اوسني حالت شکل وړاندې کول دي.






