د چا په سپکاوي کولو او بدله اخستلو یقین نه لرم : مریم نواز

0
214

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن نائب صدر مريم نواز وئيلي دي چي هغه په بد اخلاقۍ، د چا په سپکاوي او انتقام اخستلو باور نه لري۔

په ټویټر پانړه، د پخواني وزیراعظم میا نواز شریف لور او د پاکستان مسلم لیګ ن مشرې مریم نواز د PTI رسمي اکاونټ لخوا شریکه شوې ویډیو ریټویټ کړه او خپل غبرګون یې څرګند کړې دې.

د پي ټي ايي په ټوېټر پانړه داسې یو ټویټ خپور شوې ، په دې ټویټ کې وایی چې مریم نواز چې شهرت یې د جعلي رسیدونو، جعلي ټرسټ ډیډونو او جعلي لیکونو له امله دی، اوس راپور شوی چې د ډیپ فیک ټیکنالوجۍ له لارې یې د یو شمیر مهمو سیاسي شخصیتونو جعلي ویډیوګانې جوړې کړي دي.
په ټویټ کې زیاتوي چې دوی پلانونه جوړ کړي، مګر د معمول په څیر دا ځل به هم دوی ذلت او ناکامۍ سره مخ شي.

Leave a reply