وزیراعظم شهباز شریف اسلامی نړۍ او پاکستاني اولس ته د کوچنې اختر مبارکي ویلې

0
186

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان پشمول ټول امت مسلمه ته د وړوکي اختر مبارکي ورکړې او هغوي ته ئې د نيکو هیلو څرګندونه کړې ده۔

د اختر په مناسبت خپل پېغام کښې وزيراعظم وئيلي دي چې د رمضان المبارک مياشتې له برکتونو او رحمتونو ډکې شپې تيرولو نه پس الله پاک د لوئي اختر انعامونه ورکړي دي کوم چې د الله تعالی د بې شمېره نعمتونو او رحمتونو څرګندونه ده۔
هغه وویل، د روژې مبارکه میاشت کې د صبر د ځان قربانۍ او لوږه تنده تیرول مونږ ته د نورو د درد احساس راکوي، هغه زیاته کړه پکار ده چې د کوچني اختر د نمانځلو پر مهال له ټولو بې وزلو تو مستحقو کسانو او کورنیو سره یو ځای ،دوی سره مرستې وکړو او په خوشحالیو کې ورسره شریک شو.
وزیراعظم شهباز شریف اوویل چې مونږ باید شاوخوا بې وزلو خلقو ته ځانګړې پاملرنه وکړو چې دا ددې ورځې اصلي روح او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیغام دی.

Leave a reply