پاکستان کې نن په سرکاري توګه کوچنې اختر نمانځل کیږي

0
140

باغی ټي وي رپورټ
په ټول ملک کښې نن وړوکي اختر په مذهبي جوش او جذبې سره نمانځل کیږي.

د پاکستان په پایه تخت اسلام اباد کې د اختر د لمانځه تر ټولو لویه غونډه په فیصل جومات کې ترسره شوه.

د صوبو په مرکزونو او جوماتونو کې هم د اختر د لمانځه لویې غونډې وشوې. په لاهور کې به د اختر تر ټولو لویه اجتماع په تاریخي بادشاهي جومات کې کېږي، په داسې حال کې چې د کراچۍ او کوټې په ګډون د هېواد په ټولو ښارونو او ښارګوټو کې به د اختر لمونځونه کېږي او د هېواد د سلامتیا، پرمختګ او بقا لپاره به دعاګانې کېږي.
د یادونې ده چې په خیبر پښتونخوا کې پرون د صوبایی حکومت په اعلان په سرکاري توګه وړوکې اختر ونمانځل شو ، صوبایی حکومت د اختر اعلان هغه وخت وکړو چې په قبایلي سیمو او د صوبې په بیلا بیلو سیمو کې ګنړ شمیر کسانو په مسجد قاسم علي خان کې د اختر د میاشتې د لیدو ګواهي ورکړه.
د میاشتې د پیژندنې مرکزي کمیټې د خیبر پښتونخوا د میاشتې د لیدنې شهادتونو په تخنیکي بنیادونو رد کړي وو او نن د نهې په ورځ (۳ م میی) ی د وړوکي اختر اعلان کړې وو په داسې وخت کې چې د افغانستان حکومت په ۱ میی او ورسره په شمالي وزیرستان څه سیمو کې هم په اول د میی وړوکې اختر ونمانځل شو. په مقبوضه کشمير، هندوستان، بنګله دېش او سري لنکا کښې هم د سه شنبې په ورځ وړوکي اختر نمانځلې کيږي۔ په مقابل کې د خیبر پښتونخوا حکومت د دوشنبې په ورځ په صوبه کې د اختر اعلان وکړ.
د جیو نیوز رپورټ مطابق په مقبوضه کشمير، هندوستان، بنګله دېش او سري لنکا کښې هم د سه شنبې یعنی نهې په ورځ(۳ میی) وړوکي اختر نمانځلې کيږي۔

Leave a reply