د کوچني اختر په موقع صدر پاکستان اولس لپاره یو ځانګړې پیغام خپور کړې

0
128

باغی ټي وي رپورټ
اولس مشر ډاكټر عارف علوي ټول پاکستاني اولس ته د كوچني اختر د مباركي وركولو په مهال ووئيل چې دا ورځ زمونږ د ټولنې محروم طبقو لپاره د خوشحالۍ او ددوی لپاره د ځان قربانۍ او دوی سره په دې خوشحالیو کې د برخه اخستلو ورځ ده او مونږ ته دا ورځ دا سبق راکوي چې دې بې وزله او غریبه خلقو سره مرستې وکړو او دوی سره په خوشحالیو کې برخه واخلو.
د پاکستان ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت ملت ته په خپل پیغام کې ویلي
چې زه د کوچني اختر په مناسبت ټول ملت ته مبارکي وړاندې کوم او له الله تعالی څخه دعا کوم چې دا نېکمرغه ورځ د ټولو پاکستانيانو او د اسلام نړۍ لپاره د خوښۍ او آسانۍ سبب وګرځوي.

هغه وویل، دا د الله تعالی لوی نعمت دی چې مونږ ته یې د روژې په میاشت کې د اجتماعي عبادتونو د ترسره کولو فرصت او توان راکړو او نن د کوچني اختر په مبارکو شېبو کې د الله تعالی له دې مرستې مننه کوو او په دې موقع د الله تعالي له لوري د د ورکړل شوو نعمتونو او رحمتونو لپاره د لوی څښتن څخه مننه او ستاینه وکړو.
جمهور رئیس وویل چې راځئ نن د دې مبارکې ورځې په مناسبت وعده وکړو او د خدای تعالی په دربار کې دعا وکړو چې د عبادت، پرهیزګارۍ، فضیلت او ځان قربانۍ هغه جذبه چې په رمضان کې مو ښودلې ده، زمونږ د شخصیت او کردار انعکاس شي. صدر پاکستان ډاکټر اوویل چې الله تعالي دې وکړي چې زمونږ ځان او هڅې د خپل د هیواد او ملت د سوکالۍ او پرمختګ لامل وګرځوي او الله تعالي مونږ ته دا طاقت راکړي چې د هیواد د سلامتیا او ثبات لپاره خپل رول ولوبوو.

Leave a reply