وزیراعظم شهباز شریف د ترکي اولس مشر ته د اختر مبارکي ورکړې

0
96

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان ته ټيليفون وكړو او هغه ته ئې د كوچني اختر مباركي وركړه۔

د بيان له مخې وزيراعظم د تركيې قيادت، حكومت او خلقو لپاره د کوچني اختر په موقع د نيكۍ هيلو څرګندونه وكړه۔

د تركيې اولس مشر شهبازشريف ته د وزيراعظمۍ د عهدې په ترلاسه كولو مباركي هم وركړه۔
د بيان له مخې د دواړو هېوادونو مشرانو د دوه اړخيزه مثالي اړيكو په اړه خوښي څرګنده کړه او په ټولو څانګو كښې يې د دوه اړخيزه مرستې د ودې لپاره د خپل عزم څرګندونه وكړه۔

وزيراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې ترکي سرمايه کاران دې په پاکستان کې دکاروبار دوستانه ماحول څخه ګټه پورته کړي، شهباز شریف دکشمير مسئلې په اړه دترکيې دصدراعظمي دريځ په ملاتړ کولو مننه وکړه.

Leave a reply