ازبکستان له افغانستان سره د سلګونه ټنه خوراکي توکو مرسته کړې ده

0
186

افغان حکومت وایي چې ازبکستان د څلور زره ټنه توکو مرسته کړې ده، چې په دې کې اوړه، غنم، وریجې، غوړي، اغوستن توکي، درمل او نور اړین مواد شامل دي. افغان حکومت د ازبکستان له دې مرستو مننه کړې ده او وایي چې دغه هېواد په تېرو میاشتو کې له افغانستان سره پراخې بشري مرستې کړې دي.

(2022 / 5 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ازبکستان له افغانستان سره د سلګونه ټنه خوراکي توکو مرسته کړې ده. د راپورونو له مخې د ازبکستان د ولسمشر په لارښوونه افغانستان ته سلګونه ټنه خوراکي او نور اړین توکي رالېږل شوي دي.

افغان حکومت وایي چې ازبکستان د څلور زره ټنه توکو مرسته کړې ده، چې په دې کې اوړه، غنم، وریجې، غوړي، اغوستن توکي، درمل او نور اړین مواد شامل دي. افغان حکومت د ازبکستان له دې مرستو مننه کړې ده او وایي چې دغه هېواد په تېرو میاشتو کې له افغانستان سره پراخې بشري مرستې کړې دي.

له تېر کال راهیسې دا د ازبکستان د مرستو ۶۳ مه بسته ده چې افغانستان ته را رسېږي.

Leave a reply