د وارداتي برښنا د نړول شویو پايو د رغولو چارې په چټکۍ روانې دي

0
149

د وارداتي برښنا د نړول شویو پايو د رغولو چارې په چټکۍ روانې دي

کابل او نورو ولایتونو ته د وارداتي برېښنا د ستونو د الوزولو د پیښو مسولیت چا یا کومې ډلې ندی اخیستی.

دا ډول پېښې د تېرجمهوري نظام په وروستیو کلونو کې ډېرې تکرار شوي چې د کابل او نورو ولایتونو اوسیدونکي یې په ورځو ورځو له برېښنا بې برخې کړي و.

(2022 / 5 / 2  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

د افغانستان برښنا شرکت وایي، تخنیکي ډلو یې د کوچني اختر په ورځو کې هم په سوېلي سالنګ کې د نړل شویو ستنو پر اساسي رغونې خپل کار ته دوام ورکړی.

د برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې هڅه کوي، څو د نړول شویو ستنو د اساسي ترمیم کار ژر تر ژره بشپړ شي.

دغه پایې د جمعې سهار وختي نړول شوې وې. چارواکو په دې تړاو د دوو مشکوکو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

میوندي دغه راز ویلي چې پرون سهار د کابل په بتخاک سیمه کې د لوړ ولتاژ یوې پای ته ماینونه ایښودل شوي و چې کشف او شنډ کړل شوي دي.

له دې وړاندې وړمه ورځ د کابل په چمتله سیمه کې د ماین په چاودنه کې د برښنا د یوې پایې د نړولو هڅه شوې، خو چاودنې زیان نه دی اړولی.

Leave a reply