کرزی وايي، افغانستان له ټولې سیمې سره ښې او پراخې اړیکې غواړي

کرزی وايي، افغانستان له ټولې سیمې سره ښې او پراخې اړیکې غواړي
ښاغلي کرزي وویل چې ځینې استخباراتي کړۍ غواړي د افغانستان او سیمې ترمنځ اړیکې خرابې کړي، خو دی زیاتوي چې د افغانستان حکومت او په ټوله کې افغانان له سیمې او ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او ګاونډي هېوادونه هم باید دې مسئلې ته متوجه وي.
(2022 / 5 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان له ټولې سیمې سره ښې او پراخې اړیکې غواړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د ایران د سفارت له مرستیال سره د لیدنې پر مهال پر پوله وروستیو ناندریو ته په اشارې ویلي چې دا د افغانستان د حکومت او نویو واکمنانانو پالیسي نه ده او په خبره یې دا ډول کړنې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې نه کړي.
ښاغلي کرزي وویل چې ځینې استخباراتي کړۍ غواړي د افغانستان او سیمې ترمنځ اړیکې خرابې کړي، خو دی زیاتوي چې د افغانستان حکومت او په ټوله کې افغانان له سیمې او ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او ګاونډي هېوادونه هم باید دې مسئلې ته متوجه وي.
ایراني لوري هم ویلي چې دوی له افغانستان سره ښې او پراخې اړیکې غواړي او په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.






