رئیس الوزرا اختریز پیغام کې ویلي چې افغانان باید ټول پۀ سراسري سوله شکر وباسي

د افغانستان ا.ا رییس الوزرا د کوچني اختر په مناسبت خپله وینا کې ویلي چې په تېرو څو کلونو کې د اخترونو پر مهال به افغانان درې ورځني اوربند ته خوشحاله کېدل مګر اوس په ټول هېواد کې سراسري امن او سوله ټینګه شوې ده نو افغانان باید شکر وباسي.
(2022 / 5 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا رییس الوزرا د کوچني اختر په مناسبت خپله وینا کې ویلي چې په تېرو څو کلونو کې د اخترونو پر مهال به افغانان درې ورځني اوربند ته خوشحاله کېدل مګر اوس په ټول هېواد کې سراسري امن او سوله ټینګه شوې ده نو افغانان باید شکر وباسي.
د هغه په خبره، ا.ا ځان د افغانانو خدمت کوونکی بولي او ټوله هڅه یې دا ده چې په هېواد کې روانې ناخوالې کنټرول او یوه بسیا او خوندي راتلونکې افغانانو ته برابره کړي.
د ویلو ده چې دا واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته لومړی ځل دی چې د اختر د لمانځه پر مهال د کومې امنیتي پېښې راپور نه دی ورکړل شوی.