د پاکستان په ضد سازش، عمران خان اولس مشر ته مهم لیک استولې

0
98

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په امريکه کښې د پاکستان د سفير لخوا د ليږل شوي خط د تحقيقاتو لپاره صدر عارف علوي او چيف جسټس آف پاکستان ته جلا جلا خطونه ليکلي دي۔

د پاکستان د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقومندان په توګه عمران خان ولسمشر ته د سمدستي اقدام سپارښتنه کړې ده.
په دغه لیک کې چې د پي ټي آی د مشر لخوا لیکل شوی، د پاکستان حاکمیت او ډیموکراسۍ ته د ادعا شوي ګواښ په اړه د عامه پلټنو غوښتنه کړې.

ياده دې وي چې عمران خان تور لګولى و چې د هغه حکومت د بهرنۍ سازش له مخې ړنګ شوى او نواز شريف، شهباز شريف او اصف زرداري په دې سازش کې لاس لري.

Leave a reply