ناپېژنده وسلهوالو ننګرهار کې د مخکیني نظام يو سرتېری وژلى

هغه وويل، د دې قضيې د ښې څېړنې لپاره يې سيمې ته يو پلاوى هم استولى، چې د مالوماتو تر بشپړولو وروسته به يې نور جزييات رسنيو سره شريک کړي.
دا کس داسې مهال وژل شوى، چې تېره اونۍ جلالاباد ښار کې هم يو ډاکټر د ناپېژنده وسلهوالو په بريد کې وژل شوى وو.
(2022 / 4 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ځايي سرچینو رسنیو ته ویلي، وژل شوی کس تاجمحمد ملکزی نومیږي چې تېر ماښام له جلالاباد ښار څخه درهنور ولسوالي ته روان وو، چې د دغې ولسوالۍ «سرګلک» سيمه کې د ناپېژنده وسلهوالو له لوري وژل شوى دى.
سرچینې وویل، وژل شوی ځوان د تېر جمهوري نظام د پولیسو منسوب دى.
ورته وخت کې د درهنور ولسوال اخوند زاده کوچى وايي، پېښه د شخصي مسايلو له کبله رامنځ ته شوې.