ترکیې انقره کې د جرمني سفیر احضار کړی 

0
77

ترکیې انقره کې د جرمني سفیر احضار کړی 

هغه ويلي چې هيواد يې په ټولو چارو کې د خپل اساسي قانون او نړيوالو هوکړو پليتابه ته ژمن دی او تر دې ور اخوا چا ته اجازه نه ورکوي چې په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه وکړي. عثمان کاوالا مشهور ترکي سوداګر دی چې تېره اونۍ د عمري بند سزا ور واورول شوه.

 

(2022 / 4 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ترکيې په انقره کې د جرمني سفير احضار کړی او د ترکيې په قضايي چارو کې يې د هغه هيواد د لاسوهنې پر هڅې خپل اعتراض ور سپارلی دی.

دا ګام تر هغې وروسته پورته شوی چې جرمني په هغه هيواد کې د ترکيې سفير له دې کبله احضار کړ چې ولې عثمان کاوالا ته د عمري بند سزا ور اورل شوې ده.

اناتولي خبري اژانس ويلي، انقره کې د جرمني سفير يورګن شولتس پرون ناوخته د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د اروپايي اتحاديې څانګې د مشر فاروق قيماقجي له لوري احضار شوی دی.

قيماقجي سفير ته ور ياده کړې چې د ترکيې په قضايي چارو او پريکړو د جرمني اعتراض او غبرګون د ټولو نړيوالو نورمونو او ديپلوماتيکو اصولو خلاف عمل دی.

هغه ويلي چې هيواد يې په ټولو چارو کې د خپل اساسي قانون او نړيوالو هوکړو پليتابه ته ژمن دی او تر دې ور اخوا چا ته اجازه نه ورکوي چې په کورنيو چارو کې يې لاسوهنه وکړي. عثمان کاوالا مشهور ترکي سوداګر دی چې تېره اونۍ د عمري بند سزا ور واورول شوه.

پر هغه تور و چې په ۲۰۱۳ کال کې يې د حکومت ضد لاريونونو مالي ملاتړ کړی و.

Leave a reply