دا.ا چارواکي ویلي پروان ولایت کې د وارداتي برښنا د دوو پایو تخریبونکي نیولي دي

د افغانستان برښنا شرکت د معلوماتو په اساس تیره شپه د پروان ولایت په جنوبي سالنګ سیمه کې د ازبکستان وارداتي برښنا دوې پایې په بمونو تخریب شوي چې د کابل په ګډون ۱۰ ولایتونو ته برښنا قطعه شوې ده.
(2022 / 4 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
دا.ا چارواکي ویلي پروان ولایت کې د وارداتي برښنا د دوو پایو تخریبونکي نیولي دي.
باختر دولتي خبري آژانس د پروان ولایت د امنیه قوماندانۍ د ویاند کامران حبیبي له قوله ویلي چې یاد کسان نن نیول شوي او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.