پخواني دیپلوماټان وايي چې اروپا کې دې د افغانانو ستونزو ته رسیدګي وشي
پخواني دیپلوماټان وايي چې اروپا کې دې د افغانانو ستونزو ته رسیدګي وشي
په دې لیک کې راغلي چې د ا.ا له لوري د کابل تر نېول کېدو او د جمهوري دولت تر پاشل کېدو وروسته له افغان سفارتونو سره د کابل رسمي اړیکي پرې او د ځینو سفارتونو د ودانيو د کرايې او لګښتونو پېسې بندې شوې چې دې کار پخواني ديپلوماتان له سختو اقتصادي او حقوقي ستونزو سره مخامخ کړي دي.
(2022 / 4 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د مخکېني حکومت یو شمېر دیپلوماتانو د بریتانیا سترې محکمې او پارلمان ته یو لیک استولی او ويلي يې دي چې اروپا کې دې د افغان دېپلوماتانو، سیاسیونو او کډوالو حقوقي او سیاسي ستونزې حل شي.
په دې لیک کې راغلي چې د ا.ا له لوري د کابل تر نېول کېدو او د جمهوري دولت تر پاشل کېدو وروسته له افغان سفارتونو سره د کابل رسمي اړیکي پرې او د ځینو سفارتونو د ودانيو د کرايې او لګښتونو پېسې بندې شوې چې دې کار پخواني ديپلوماتان له سختو اقتصادي او حقوقي ستونزو سره مخامخ کړي دي.
دوی شکایت کړی چې افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام تر سقوط وروسته اروپايي هېوادونو کې پاتې دېپلوماتان او افغان سیاسيون د ویزو ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
دوی په دې برخه کې په ځانګړې توګه د بریتانیا چلن تبعیضي، نامناسب او سوړ بللی دی. دغو پخوانیو افغان دیپلوماتانو د بریتانیا له پارلمان او سترې محکمې غوښتي چې د دوی ډيپلوماټيک اعتبار او خونديتوب ته په کتو دې د هغوی د ويزو ستونزې حل کړي.