سالنګ کې د وارداتي برېښنا دوه پایې پۀ بمونو الوځول شوي

سالنګ کې د وارداتي برېښنا دوه پایې پۀ بمونو الوځول شوي
باغي ټلویزیون:
د افغانستان برښنا شرکت وایي د پروان ولایت اړوند سویلي سالنګ په تاغمه سیمه کې د وارداتي برښنا دوې پایې په ماینونو نړول شوې چې له امله یې د کابل او ۱۰ ولایتونو برښنا پرې شوې او تخنیکي ټيمونه هڅه کوي, چې د تجهیزاتو لېږد زمېنې په برابریدو سره د پایو د رغولو کار پيل کړي.






