روسیې د امریکا پر هغې پریکړې اعتراض کړی چې د افغانستان چورلکې یې اوکراین ته ورکړې دي

روسیې د امریکا پر هغې پریکړې اعتراض کړی چې د افغانستان چورلکې یې اوکراین ته ورکړې دي

خو اوس امریکایي چارواکو ویلي چې دغه چورلکې بېرته افغانستان ته نه لیږدول کیږي او اوکراین ته یې سپارلي دي چې د روسیې پر ضد جګړه کې ترې استفاده و کړي. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تیره اوونۍ په یو راپور کې ویلي و چې متحده ایالاتو ۱۶ نظامي چورلکې چې د افغانستان د مخکني حکومت پوځ ته یې پیرلې وې، وکراین ته سپاري.

 

(2022 / 4 / 29  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیې د امریکا پر هغې پریکړې اعتراض کړی چې د افغانستان چورلکې یې اوکراین ته ورکړې دي. تر دې مخکې امریکایي رسنیو خبر ورکړی چې د کابل تر سقوط وروسته د افغانستان یو شمیر چورلکې یوکراین ته د ترمیم لپاره لیږدول شوې وې.

خو اوس امریکایي چارواکو ویلي چې دغه چورلکې بېرته افغانستان ته نه لیږدول کیږي او اوکراین ته یې سپارلي دي چې د روسیې پر ضد جګړه کې ترې استفاده و کړي. د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تیره اوونۍ په یو راپور کې ویلي و چې متحده ایالاتو ۱۶ نظامي چورلکې چې د افغانستان د مخکني حکومت پوځ ته یې پیرلې وې، وکراین ته سپاري.

خو د روسيې ټاس خبري اژانس د روسيې د فدرالي خدماتو په ادارې کې د نظامي او فني همکاریو څانګې په حواله ویلي، چې دې ادارې د امریکا پر دې اقدام اعتراض کړی او هغه یې د قانون خلاف بللی.

دې ادارې ویلي، چې د چورلکو د پلور قراداد کې ویل شوي چې دا چورلکې به د امریکا لخوا د افغانستان وسله والو ځواکونو ته سپارل کېږي او د روسیې د اجازې پرته دا چورلکې د افغانستان پرته بل هېواد ته ته نشي ورکول کېدای.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载