ا.ا وایي، د نجونو زده کړو پۀ اړه د هېڅ بهرني هېواد فشار ته نۀ تسلیمېږي 

0
162

ا.ا وایي، د نجونو زده کړو پۀ اړه د هېڅ بهرني هېواد فشار ته نۀ تسلیمېږي 

نوموړی دا خبره وروسته له هغې کوي، چې د افغانستان د ښځو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بندوالي په اړه باید له طا لبانو سره جدي حساب وشي.

(2022 / 4 / 29   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د پوهنې وزارت وایي، د نجونو د ښوونځیو په اړه د هېڅ کوم بهرني هېواد او چارواکو فرمایشونه او فشارونه نه مني.

وروسته له هغې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ د ښوونځیو د تړل کېدو په تړاو غبرګونونه تېز شول، د پوهنې وزارت وايي، په دې برخه کې دوی د هېڅ یو بهرني هېواد فرمایشونه او فشارونو ته غاړه نه ږدي.

د دغه وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي، چې د دوی حکومت د خپل مصالحو په نظر کې نیولو سره د دغو نجونو د ښوونځیو پرانېستل ځنډولي دي.

ریان وایي، چې د دوی حکومت په ټولو نورو برخو کې د ښو مشورو ورکړې او همکاریو ته اړتیا لري، خو په خبره یې د دوی ګواښونه ورته د منلو نه دي.

Leave a reply