سوداګرۍ خونه وايي چې پاکستاني توکو ته د خلکو تقاضا کمه شوې
سوداګرۍ خونه وايي چې پاکستاني توکو ته د خلکو تقاضا کمه شوې
د یادې خونې غړی نصیر احمد عرب زاده وایي چې افغانستان ته د پاکستاني توکو د وارداتو د کموالي لامل په هېواد کې پاکستاني محصولاتو ته د خلکو د تقاضا کمېدل دي. هغه زیاته کړې ده چې اوس د بېلو دلایلو له مخې، خلک پاکستاني توکو ته زړه نه ښه کوي.
(2022 / 4 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې افغانستان ته د پاکستاني توکو په وارداتو کې پام وړ کموالی راغلی دی.
د یادې خونې غړی نصیر احمد عرب زاده وایي چې افغانستان ته د پاکستاني توکو د وارداتو د کموالي لامل په هېواد کې پاکستاني محصولاتو ته د خلکو د تقاضا کمېدل دي. هغه زیاته کړې ده چې اوس د بېلو دلایلو له مخې، خلک پاکستاني توکو ته زړه نه ښه کوي.
عرب زاده وایي، چې له پاکستان افغانستان ته د وارداتو کموالی څو عوامل لري، په یو شمیر محصولاتو یې عواید لوړ کړي دي او ترڅنګ یې افغانستان کې د پاکستان محصولاتو ته د خلکو تقاضا هم کمه شوې ده.
بلخوا د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چې پر پاکستاني توکو د افغان سوداګرو تکیه کمه شوې او ډېریو افغان سوداګرو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته مخه کړې ده.