په مدینه منوره کې د بدې پیښې په وجه مې زړه ډیر خفه شو: مولانا طاهر اشرفي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د علماو کونسل مشر علامه طاهر اشرفي په مسجد نبوي کې د رامنځته شوې پېښې په اړه غبرګون ښودلی دی.
په یوه بیان کې علامه طاهرالاشرفي ویلي چې د غمونو داسې حالت دی چې له منځه نه ځي، نه په دې مقدس ځای کې.
علامه طاهر اشرفي ویلي دي چې دا یوه ډیره بده پیښه شوې او د مدینه منوره په تیر ۱۰۰ سل کاله تاریخ کې داسې بده پیښه نه ده شوې، نوموړی وایی چې په دې بده پیښه ډیر غمجن دې.
طاهر اشرفي وايي، له ټولو علماوو يې غوښتي چې د جمعې په ورځ په ټول هېواد کې لاريونونه وکړي او حکومت دې د هغو کسانو پر ضد اقدام وکړي چې په پاکستان کې دننه دغه تاوتريخوالي ته لمن وهي.





