په روضه رسول کې د پاکستان حکومتي کابینې سپکاوې د غندنې وړ دې: مولانا فضل الرحمان

0
165

باغی ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دي چې د روضې رسول توهین د غندنې وړ دی او د بل هیڅ شي نه تعبیر کیدی شي.

تيره ورځ د وفاقي کابينې يو شمير غړو نعرې وهلې او د وفاقي کابينې غړو ته يې سپکاوې کړې دې۔
په سوشل ميډيا باندې په مسجد نبوي کې د وفاقی کابينې د غړو خلاف وېډيوګانې هم وائرل شوې دي چې د مذهبي او نورو شخصيتونو لخوا ی سختې غندنه شوې ده۔
دې مسئلې ته په غبرګون کې مولانا فضل الرحمان وويل پاک ځایونو ته سپکاوى دشرم وړ دى، دحرم تقدس ته هم پام نۀ دى شوى چې دا کار د غندې وړ دې.

د جمعیت علمای اسلام مشر وویل د ټولو فرقو امامان باید د جمعې د الوداع په غونډو کې د دغه کار غندنه وکړي او امت مسلمه ته دې خبر ورکړل شي چې د مقدس ځایونو له سپکاوي پرته بل څه نه شي تعبیر کیدی، هغه اوویل چې ددې بد کار په ضد باید احتجاج وشي.

Leave a reply