وزیراعظم شهباز شریف د روضه رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم زیارت کړې

0
196

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف يو ځل بيا په مسجد نبوي کښې د روضخ رسول زيارت کړې دې.

د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره سعودي عربستان ته په سفر تللی پاکستاني پلاوي یو ځل بیا د روضخ رسول زیارت هم کړی دی.

شهباز شريف رياض الجنت کښې نوافل ادا کړل او د ملک سلامتيا، ترقي او خوشحالي لپاره ئي دعا اوکړه۔

وزيراعظم شهباز شريف د مازديګر له لمانځه وروسته په مدينه منوره کې پاتې شو. نوموړی به نن د جمعې په ورځ په مسجد نبوي کې د الوداع لمونځ ادا کوي.

تمه ده چې شهباز شريف به د جمعې له لمانځه وروسته جدې ته ولاړ شي.وزيراعظم شهباز شريف به نن د عمرې لمونځ ادا کوي او په مسجد الحرام کې به د تراويح لمونځ کوي.

Leave a reply