وزیراعلی حمزه شهباز لاهور های کورټ ته تللې

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب نوي منتخب وزيراعلي حمزه شهباز دريم ځل د حلف نه پورته کولو په ضد لاهور هائي کورټ ته رجوع کړې ده۔
حمزه شهباز لاهور هائي کورټ کښې آئيني درخواست جمع کړے دے چې پکښې وفاقي حکومت او پنجاب حکومت اړخونه جوړ کړي شوي دي ولې درخواست کښې وئيلي شوي دي چې لاهور هائي کورټ د حلف په اړه احکامات جاري کړي دي ولي عدالتي احکاماتو باندې عمل نه کيږي. په درخواست کې ویل شوي چې د پنجاب ګورنر يو ځل بيا د عدالت د حکم د عملي کولو نه انکار کړی دی نو د لاهور هائي کورټ بايد د حلف دپاره يو استازی وټاکي.
درخواست کښې زياته کړې شوې چې اولس مشر او د پنجاب ګورنر ته د حلف پورته کولو هدايات ورکړے شوي وو خو حلف وانخيستل شو .
هائي کورټ د اپرېل په ٢٦مه په خپله فيصله کې ګورنر ته د اساسي قانون د رعايتولو واضح هدايات ورکړي وو خو د پنجاب ګورنر يو ځل بيا د هائي کورټ د حکم خلاف ورزي وکړه په داسې حال کې چې صدر اعظم هم د سترې محکمې نظر ته بې پامي وکړه.






