امریکا او روسیې تر منځ د بندیانو تبادله د انقرې په همکارۍ په ترکیه کې ترسره شوه
امریکا او روسیې تر منځ د بندیانو تبادله د انقرې په همکارۍ په ترکیه کې ترسره شوه
ریډ د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۱۵ مه نیټه په روسیه کې له پولیسو سره د شخړې وروسته ونیول شو ، او وروسته د “د روسیې د پولیسو افسرانو ژوند او روغتیا په خطر کې اچولو” په تور په ۹ کاله بند محکوم شو. یاروشینکو، یو ملکي پیلوټ، په ۲۰۱۱ کې د لایبریا څخه متحده ایالاتو او اروپا ته د کوکاین د قاچاق کولو په هڅه تورن شو او په ۲۰ کاله بند باندې محکوم شو.
(2022 / 4 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په داسې حال کې چې د اوکراین د جګړې له امله چې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې روانه ده، د واشنګټن او مسکو ترمنځ په اړیکو کې کړکېچ خورا زیات شوی، پرون د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو تبادله وشوه.
روسیې د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی سرتېری ټرور ریډ چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې په دغه هېواد کې زنداني دی، له روسي پیلوټ کونستانتین یاروشینکو سره چې په امریکا کې د کوکاین د قاچاق په تور زنداني وو، تبادله کړ.
یوه امریکايي چارواکي امریکايي رسنیو ته د نوم د نه افشا کولو په شرط ، د تبادلې په اړه لاندې څرګندونې وکړې:
“دا تبادله په ترکیه کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت په همکارۍ د (ولسمشر جو بایډن) ادارې چارواکو او (د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ) کرملین چارواکو لخوا دمخه د نیول شوي تصمیم له مخې او ډیر په احتیاط سره ترتیب شوو اقداماتو کې ترسره شوي. ریډ او یاروشینکو په عین وخت کې ترکیې ته ورسیدل. دواړو خواوو ټیمونو د بل هیواد وړاندیز شړی هویت تایید کړ، وروسته له هغه یاروشینکو او ریډ د الوتکو په لور روان شول.
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي اعلان وکړ چې د ترکیې نه د امریکا او روسیې ترمنځ د بندیانو د تبادلې ته د اجازه ورکولو له امله مننه کوو. ریډ د ۲۰۱۹ کال د اګست په ۱۵ مه نیټه په روسیه کې له پولیسو سره د شخړې وروسته ونیول شو ، او وروسته د “د روسیې د پولیسو افسرانو ژوند او روغتیا په خطر کې اچولو” په تور په ۹ کاله بند محکوم شو. یاروشینکو، یو ملکي پیلوټ، په ۲۰۱۱ کې د لایبریا څخه متحده ایالاتو او اروپا ته د کوکاین د قاچاق کولو په هڅه تورن شو او په ۲۰ کاله بند باندې محکوم شو.