د ملي دفاع وزیر: هېچاته اجازه نۀ ورکوو چې لۀ افغان خاورې پۀ استفادې د سیمې او نړۍ امنیت وګواښي
د ملي دفاع وزیر: هېچاته اجازه نۀ ورکوو چې لۀ افغان خاورې پۀ استفادې د سیمې او نړۍ امنیت وګواښي
نوموړی دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې ایران ویلي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان حکومت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي خو ا.ا یې په غبرګون کې ویلي چې دوی د ترهګرو د ځپلو لپاره پوره ځواک او امکانات لري.
(2022 / 4 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا د دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي چې د یوې منظمې او پیاوړې اردو د رامنځته کولو لپاره د دوی هڅې په جدي ډول روانې دي.
نوموړي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې په نوې ملي اردو کې تر اوسه پورې ۱۱۰ زره سرتېري جذب شوي دي.
نوموړي څرګنده کړې ده چې دوی د هېواد د تمامي ارضیت د ساتلو لپاره له خپل ټول توان څخه کار اخلي او اجازه نه ورکوي چې ترهګرې ډلې له افغان خاورې څخه ګاونډیو او د نړۍ هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې دوی به د هېوادوالو د ساتنې او دفاع لپاره له هیڅ راز هڅو مخ ونه ګرځوي او په خپل ټول توان به د هېواد د عزت او وقار ساتلو لپاره ورترغاړې مسوولیت ادا کوي.