سوېلي وزیرستان کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور ټپیان دي
دغه بریدونه په داسې مهال کېږي چې پرون په کراچۍ کې د یوه ځانمرګي برید په پایله کې د یوه پاکستاني په ګډون درې چینايي استادان وژل شوي وو.
د دغه ځانمرګي برید پړه د بلوڅ ازادي غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې برید یوې ښځې کړی دی.
(2022 / 4 / 27 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان په سوېلي وزیرستان کې د یوه وسلهوال برید پرمهال دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې برید د سوېلي وزیرستان په سراروغه سیمه کې شوی دی.
د یاد برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک یا «ټيټيپي» پر غاړه اخیستی دی.
بلخوا د پاکستان پوځ ویلي چې وسلهوالو بریدګرو ته یې په ځوابه برید کې سخت زیان اړولی دی.
له دې وړاندې په روانه اوونۍ کې هم وسلهوالو کسانو د شمالي وزیرستان په دیواګار سیمه کې د یوه برید پرمهال درې پاکستاني سرتیري وژلي وو.

Leave a Reply