کراچۍ برید، د پاکستان او چین په دوستۍ برید دې

0
165

باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې دکراچۍ يونيورسټۍ بمي چاؤدنه دپاک چين په دوستۍ حمله ده او مونږ به يې په پوره قوت سره مقابله وکړو.

اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې رانا ثناء الله د کراچۍ يونيورسټئ بمي چاودنې عاملينو ته د خبرداري نښه ګرځولو عزم څرګند کړو۔

ده ووئيل پاكستان د چينايانو وروڼو سره په بشپړه توګه ملګرے دے٬ دا يو ګډ غم دے٬ دا د پاك چين په ملګرتيا حمله ده او مونږ به يې په پوره قوت سره مقابله كوو۔
د کورنیو چارو وزیر وویل چې هغه به له اړوندو چارواکو سره په لیدنه کې حقایق معلوم کړي او لوی دوست به چین ته د ترهګرۍ د پلټنو په اړه بشپړ معلومات ورکړي.

رانا ثناءالله زیاته کړه چې د چین د اوسیدونکو ټول امنیتي وسایل به بیا معاینه کیږي او د امنیت د بشپړې بیا کتنې وروسته به موثر اقدامات وشي.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې هر اړخ به څیړل کیږي او وفاقي حکومت به د مجرمانو په نیولو کې پوره همکاري کوي.

Leave a reply