سیګار ویلي چې د افغانستان څلوېښت سلنه وګړي برېښنا ته لاس رسی لري

0
86

سیګار ویلي چې د افغانستان څلوېښت سلنه وګړي برېښنا ته لاس رسی لري

په مطلب کې دغه راز راځي چې افغانستان ۲ زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې اوسنۍ شبکه یوازې ۶۰۰ میګاواټه برېښنا لېږدولی او وېشلی شي.

افغانستان سره له دې چې د برېښنا د تولید لپاره ګڼې سرچینې لري، خو بیا یې هم برېښنا وارداتي ده چې وخت ناوخت له ستونزو سره مخ کېږي.

(2022 / 4 / 27   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان څلوېښت سلنه نفوس برېښنا ته لاسرسی لري. د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار ویلي چې ددغه هېواد شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري.

سرچینه کاږي چې د افغانستان برېښنا تر ډېره وارداتي ده او په ښارونو کې پراته خلک لاسرسی ورته لري.

سرچینه کاږي چې د افغانستان د برېښنا شبکه باید پراخه کړل شي او تر څنګ یې په دغه هېواد کې له طبیعي سرچینو د برېښنا د کارونې اړتیا ده.

Leave a reply