هند او ناروې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

0
95

هند او ناروې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

هند ویلي چې دوی د افغانستان په مسئله کې همکارۍ ته تیار دي او تمه لري چې په دغه هېواد کې روان بشري ناورین پای ته ورسېږي او افغانان د امن  په فضا کې ژوند وکړي. جي شینکر دغه راز زیاتوي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره له ځانګړي ارزښت برخمن دی.

 

(2022 / 4 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

هند او ناروې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې هند ته سفر کړی دی او د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ یې له خپل هندي سیال سره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

هند ویلي چې دوی د افغانستان په مسئله کې همکارۍ ته تیار دي او تمه لري چې په دغه هېواد کې روان بشري ناورین پای ته ورسېږي او افغانان د امن  په فضا کې ژوند وکړي.

جي شینکر دغه راز زیاتوي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره له ځانګړي ارزښت برخمن دی.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې هم ټینګار کړی چې له افغانستان سره د مرستو او همکاریو د پراختیا اړتیا ده او تمه لري چې نړیواله ټولنه په دغه هېواد کې د بشري ناورین په کابو کولو بریالۍ شي.

Leave a reply