خلک: طالبان دې د افغانستان درې رنګه بیرغ نۀ بدلوي

0
71

خلک: طالبان دې د افغانستان درې رنګه بیرغ نۀ بدلوي

افغان ځوانانو لۀ ټولنیزو رسنیو پۀ استفادې د پراخ کمپین پۀ لړ کې لۀ طالبانو غوښتي چې د افغانستان درې رنګه بیرغ دې نۀ بدلوي.

 

نن څلورمه ورځ ده چې  طالبان د کابل پۀ ګډون د افغانستان پۀ ټولو ولایتونو حاکم شوي؛ خو تر اوسه د حکومت واګی پۀ رسمي ډول کوم چاته ندي سپارل شوي.

د هېواد پۀ ډېریو دولتي ادارو کې د افغانستان درې رنګه بیرغ راښکته شوی او پرځای یې د افغانستان اسلامي امارت سپین رنګه بیرغ چې منځ کې یې پۀ تور خط کلیمه لیکل شوې پورته شوی.

اوس د ټولنیزو رسنیو کار کوونکو پۀ پراخ ډول کمپین شروع کړی او لۀ طالبانو یې غوښتي چې د افغانستان درې رنګه بیرغ دې نۀ لرې کوي، یاده دې وي چې د افغانستان درې رنګه بیرغ (تور، سور، زرغون) لۀ نن څخه څۀ باندې سل کاله وړاندې د افغانستان د آزادۍ پر مهال د غازي آمان الله خان لۀ خوا غوره شوی دی.

Leave a reply