د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پنج شنبې ورځ پۀ ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې

دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ثور اتمه يا د روژې ۲۷مه د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د خلکو د سپېڅلي جهاد د بریالیتوب له ورځې سره برابره ده.
(2022 / 4 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې د راتلونکې پنجشنبې ورځ په هېواد کې عمومي رخصتي ده.
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د ثور اتمه يا د روژې ۲۷مه د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د خلکو د سپېڅلي جهاد د بریالیتوب له ورځې سره برابره ده.
خبرپاڼه وايي چې د هېواد د کار قانون د ۴۱مې مادې له حکم سره سم دا ورځ په ټول هيواد کې عمومي رخصتي ده.