روسیې د جرمني‌  ۴۰ تنه ډیپلوماټان د نامطلوبه اشخاصو په توګه د اعلانیدو سره د ډیپورتولو پریکړه وکړه

0
194

 روسیې د جرمني‌  ۴۰ تنه ډیپلوماټان د نامطلوبه اشخاصو په توګه د اعلانیدو سره د ډیپورتولو پریکړه وکړه

په روسیه کې د مخ په ډیریدو  منفي شرایطو سره سره، زموږ کارمندان د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره په  کانالونو پرانیسته ساتولو ، لیوالتیا او لوی تعهد سره روسیې ته تللي وو. روسیې د ننۍ پریکړې سره په اصل کې خپل ځان ته ستر زیان ورسو.

(2022 / 4 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 روسیې د جرمني‌ پر خلاف ډیر مهم ګام اوچت کړ. روسیې د جرمني‌  ۴۰ تنه ډیپلوماټان د نامطلوبه اشخاصو په توګه د اعلانیدو سره د ډیپورتولو پریکړه وکړه.

جرمني  د روسیې لخوا په اوکراین د بریدونو له امله د ۴۰  تنو روس  ډیپلوماټانو د پریکړه کړې وه.

روسیې هم د جرمني‌ ددې اقدام په ځواب کې په  پدې هیواد کې د جرمني‌ د سیاسي‌ نماینده ګیو د ۴۰ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.

 د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک په یوه بیان کې ویلي، مونږ د روسیې ددې اقدام  انتظار  درلود  خو دا باید ووایو چې روسیې دا پریکړه په هیڅډول توجیه نلري.

  په روسیه کې د مخ په ډیریدو  منفي شرایطو سره سره، زموږ کارمندان د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره په  کانالونو پرانیسته ساتولو ، لیوالتیا او لوی تعهد سره روسیې ته تللي وو. روسیې د ننۍ پریکړې سره په اصل کې خپل ځان ته ستر زیان ورسو.

د ویلو ده چې یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو د روسیې لخوا پر اوکراین د برید په غبرګون کې ددې هیواد یو زیات شمیر ډیپلوماټان وشړل. د روسیې لخوا د الماني‌ ډیپلوماټانو د شړولو د پریکړې نه وروسته په مسکو کې د جرمني‌ د سفارت چارې او خدمات به محدودې شي

Leave a reply