په اسد مجید د فشار راوړلو خبرونه بې بنیاده ګرځول شوي دي
باغي ټي وي رپورټ
د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار په سفير اسد مجيد د فشار راوړلو راپورونه بې بنياده بللي دي.
اسلام آباد کښې د اونيزې خبري غونډې په مهال د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار وويل د پاکستان سفير اسد مجيد د قامي سلامتيا کميټۍ ته بريفنګ ورکړو، د قامي سلامتيا کميټۍ بيان واضحه دے، اسد مجيد باندې د فشار راوړلو راپورونه بې بنياده دي .
د ملي امنیت شورا له پرېکړې وروسته د امریکا سفیر ته د اعتراض لیک استول شوی دی.
د خارجه دفتر وياند ووئيل چې اسد مجيد په نوې دنده برسلز كښ دې٬ د قامي اسمبلۍ د كمېټۍ په غونډه كښې د بهرنۍ سازش كوم ثبوت نه دې ترلاسه شوې٬ ویاند زیاته کړه چې د سازشي نظريې په شان شيان زمونږ په سفارتكارۍ او بهرني هیوادونو سره پر اړیکو بده اغېزه كوي۔
د خارجه دفتر وياند وئيلي دي چې د پاکستان د آئين لاندې جمهوري بدلون روان دے، وزيراعظم شهباز شريف ته د ګڼو هېوادونو نه د مبارکۍ پيغامونه راغلي، وزيراعظم د چين، سعودي عرب او ترکيې د مشرانو مننه کړې ده.
وياند ووئيل چې وزيراعظم شهباز شريف د كشمير اولس جایز جدوجهد يو ځل بيا تاكيد كړے او پاكستان به د قامي مفادو لپاره خپل سفارتكارۍ جاري ساتي. وياند ووئيل د امريكې كانګرس غړي الهان عمر د كشمير او لاهور دوره وکړه او د امريكې كانګرس غړي د كشمير مسئله په كانګرس كښې د پورته كولو وعده وکړه.